۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د لېندۍ ۲۸مه-۱۴۰۲
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې د موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو بوره، نیم کیلو چاۍ او ۱۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.
