۲۲ زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د ربیع الاول ۲۰-۱۴۴۶
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۲ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته د یاد ریاست مشر الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د یادې موسسې استازي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي بسکوټ او چاکلېټ ووېشل شول.
