۲۵۰ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې روغتیایي کېټونه ووېشل شول
ننګرهار- د کب ۳مه- ۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ډاکار موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۲۵۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه وېشلو ترڅنګ د پېښو د خطرونو په اړه عامه پوهاوې ورکړل شو.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ، چې ۱۹ قلمه توکي لکه: د جامو صابن، د مخ لاس صابن، لاسي څراغ، صابن داني، د اوبو تشونه، د ابو ۲۰ لیټره بوشکې، د اوبو سطل، جارو او یو شمېر توکي په کې شامل و، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
