۲۵۶ کورنیو په ننګرهار ولایت کې روغتیایي کېټونه ترلاسه کړل
ننګرهار- د کب ۶مه-۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ډاکار موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۲۵۶ اړمنو کورنیو ته د روغتیایي کېټونو وېشلو ترڅنګ د پېښو خطرونو په اړه عامه پوهاوې ورکړ او همدارنګه ۷ معیوبینو ته ۷ دانې پلاستیکي چوکۍ هم ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ، چې ۱۹ قلمه مواد لکه: د جامو صابن، د مخ لاس صابن، لاسي څراغ، صابن داني، د اوبو تشونه، د اوبو ۲۰ لیټره بوشکې، د اوبو سطل، جارو او یو شمېر نور توکي په کې شامل، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
