۳۲ زیانمنو کورنیو سره په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې

لغمان- د سلواغې ۱۹مه-۱۴۰۲
د WFP او IOM موسسو د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت قرغه، الیشنګ، الینګار ولسوالیو او مرکز مهترلام اړوند ۳۲ کورنیو ته چې د تېرو بارانونو او اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲.۱ کیلو بسکېټ ووېشل شول.
