۳۸ کورنیو سره په میدان وردګ ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې

میدان وردګ- د مرغومي ۴مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په جلرېز، نرخ او دایمیرداد ولسوالیو کې ۳۸ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۳۰۰۰ نه تر ۵۲۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
