۴۰۹ اړمنو کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د کب ۱۴مه-۱۴۰۲
د ADRA موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۰۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ کیلو لوبیا، ۱۰ لیټره غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.