۴۴ زیانمنو کورنیو ته په خوست ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

خوست- د مرغومي ۶مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۴۴ کورنیو ته چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴ تختې کمپلې، دو جوړه جامې، ۲ پاکټه مالګه، ۳ جوړه څپلکې او ۱ درجن اورلګېد ووېشل شول.