۴۹۰ کاریګرو د کار په بدل کې په خوست ولایت کې نغدي پیسې ترلاسه کړې

خوست- د مرغومي ۱۱مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په تڼۍ ولسوالۍ کې ۴۹۰ کاریګرو ته د هغو ویالو، سربندونو، او د اوبو زېرمه کولو ډنډونو د پاکولو په بدل کې چې د تېرو بارانونو او سېلابونو له امله له خاورو ډک شوي و، یاد شمېر کاریګرو ته نغدي پیسې ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته له ۴۵۰۰ نه تر ۶۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
