۴ زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د مرغومي ۱۳مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته سولري کېټ، کمپل کېټ، د کور جوړونې کېټ او د ژمي البسې ووېشلې.
