۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو سره په هرات ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

هرات- د وری۱-۱۴۰۳
د IOM موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ۱ تخته سولر، ۳ تختې کمپلې او یو شمېر نورکي توکي ترلاسه کړل.
