۵ میلیونه ۸۴۷ زره او ۸۵۰ افغانۍ په میدان وردګ ولایت کې ۲۷۰ اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې

میدان وردګ- د کب ۲۹مه-۱۴۰۲
د PIN موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ اړوند ۲۷۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۵ میلیونه ۸۴۷ زره او ۸۵۰ افغانۍ ووېشلې.
د نغدي مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له ۱۸۳۲۰ نه تر ۲۳۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.