۶۰۰ زیانمن شویو کورنیو په پکتیکا کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۰:۲۸
News

پکتیکا- د چنګاښ ۵مه-۱۴۰۱
د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د ملک سلیمان خیریه بنسټ له مخکینیو مرستو څخه قدردانۍ او په مننې سره وویل: دغه مرستې به د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو ۶۰۰ کورنیو ته وېشل کېږي. نوموړي همدارنګه د یاد خیریه بنسټ څخه وغوښتل چه زیانمن شویو ته د رسېدنې په پار په لا زیاتو مرستو سره همکاري وکړي.
په دغو مرستو کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو غوړي او ۲ کیلو خرما شامله وه چې هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ملک سلیمان خیریه بنسټ، په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې زیانمن شویو او مستحقینو ته مرستې وېشلې دي.
News pictureNews







 

News


 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۱ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې ۸۵۱ زلزله ځپلو کورنیو ته د عربي متحده اماراتو لخوا ترسره شوې خوراکي او غیر خوراکي مرستې له سروې وروسته ووېشلې. 

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۸۵ بېوزله کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د #ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان# ولایت له پېښو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کانیتوا ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي او د احتمالي زیانونو د کمولو په موخه د کانتیوا ولسوالۍ په پڅل کلي کې د ۴۲۲,۰۰۰ (څلور سوه او دوه ویشت زره. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .