۶ میلیونه او ۵۰۹ زره افغانۍ ۲۸۳ اړمنو کورنیو په لغمان ولایت کې ترلاسه کړې

لغمان- د مرغومي ۱۹مه-۱۴۰۲
د IRC موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۲۸۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۶ میلیونه او ۵۰۹ زره افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
