۹ میلیونه او ۴۰۷ زره نغدي افغانۍ ۱۱۵۰ کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې

پکتیا- د زمري ۲۹مه-۱۴۰۲
د اسلامي هوساینې نړۍ والې موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په جانخېل، شخیل آباد او خوشامند ولسوالیو کې ۹ میلیونه او ۴۰۷ زره نغدي افغانۍ ۱۱۵۰ کورنیو ته له سروې وروسته ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۸۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې، د یادونې وړ ده چې د دې موسسې لخوا د یاد شمېر کورنیو ځوانانو لپاره په ځینو تخنیکي برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه هم برابره شوې.