په کونړ ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
Tue, Jun 04 2024 3:02 PM
news image

کونړ- د غبرګولي ۱۵مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM موسسې په مالي او تخنیکي همکاري، د یاد ولایت خاص کونړ ولسوالۍ په اولۍ دره کې د ۲۲ متره په اوږدوالي، ۱۰ متره لوړوالي او ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپاره.
د یادونې وړ ده چې دغه چک ډیم د ۱۴۰۰۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او د دغه چک ډیم په جوړېدو سره به لسګونه کورونه د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي او همدارنګه زیاته کرنیزه ځمکه به هم خړوبه شي.
د یادونې ده چې د سیمو خلکو د دغه چک ډیم په جوړېدو سره خوښۍ څرګنده کړه او د دې ډول نورو وقایوي پروژو پلي کولو غوښتنه یې وکړه.
 

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .