د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲،۵۲۰،۰۰۰ افغانۍ ۱۲۰ کورنیو ته ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې سره په همغږۍ، په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۲۰ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د یاد ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۱،۰۰۰ افغانۍ چې جمله ۲،۵۲۰،۰۰۰ (۲ میلیونه او ۵۲ زره) افغانۍ کېږي، یاد شمېر کورنۍ ته ووېشل شوې.
ورته مهال مولوي فیض الله جلالي ووېل چې موږ هڅې کوو ترڅو د همکارو موسسو سره همغږۍ د لا زیاتو کورنیو لپاره د مرستو زمینه برابره کړو.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره