د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۱۵ تنه کاریګرو ته ۱۶,۲۷۷,۵۰۰ افغانۍ وېشلې

rahyab
Mon, Mar 24 2025 9:10 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له لوږې سره د مبارزې موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د ( د پېښو د خطرونو مدیریت او د ژوند د ښه والي  له لارې د ټولنې د انعطاف لوړولو ) پروژې تر سرلیک لاندې ۱۹۱۵ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي مرسې ووېشلې.
په دې پروژه کې له ۱۷۷۰ کسانو څخه هر کارګر ته د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېدې، چې د ۲۰ ورځو موده کې هر کارګر ته ۸۰۰۰ افغانۍ د مزد په ډول او ۵۰۰ افغانۍ د کاري وسایلو د اخیستلو په موخه ووېشل شوې.
سربېره پردې، ۱۴۵ مېرمنو هم په دې پروژه کې د کار کولو په موخه برخه اخیستې وه، چې هرې یوې ته د کار په بدل کې ۸۰۰۰ افغانۍ او د کار د وسایلو د پېرلو په بدل کې ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
 ټولټال ١٦٢٧٧٥٠٠ افغانیو ( ١٦ میلیونه، ٢٧٧ زره او ٥٠٠ ) افغانۍ د ١٩١٥ کسانو لپاره ځانګړې شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې په دې فعاليتونو کې د فيض آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کرنيزو کانالونو او سړکونو پاکول شامل وو.

نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٤ ه.ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .