د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۰ کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ بورۍ ۲۵ کیلو وریجې او یو پایه چپرکټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره