د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴,۰۹۳ اړمنو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Sep 15 2025 10:06 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري نړیوالو مرستو موسسې (HIA)، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو اندخوی، خانچهارباغ، قرغان، قرمقول، دولت آباد، بلچراغ او پشتونکوټ کې ۱۴,۰۹۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلوېښت میلیونه او اته سوه نه شپېته زره او اووه سوه (۴۰,۸۶۹,۷۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
همدا راز، په شیرین تګاب، ګرزیوان، بندر او لولاش ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال ووېشل شول. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Sep 13 2025 3:07 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Cash and Non-Food Aid for 356 Affected Families in Nangarhar’s Dara-e-Noor District

Today in morning; Saturday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Qala-e-Shahi village in Dara-e. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .