د بامیان ولایت د پوهنتون او ښاري ښوونځیو د استادانو لپاره د زلزلې له ‌خطرونو څخه د خوندیتوب پروګرام ترسره شو

rahyab
Wed, Oct 22 2025 10:51 AM
news image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آغاخان محترمې مؤسسې (AKAH) په همکارۍ، د ښاري ښوونځیو او بامیان پوهنتون د استادانو، او همدارنګه د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (Shake Out) تر نامه لاندې پروګرام ترسره کړ.
یاد پروګرام د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس په شتون کې، د بامیان ښاري ښوونځیو د ۴۰ تنو استادانو، د ریاست د کارکوونکو او د بامیان پوهنتون د ۱۷ تنو استادانو په ګډون ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (Shake Out) دغه پروګرام هرکال د اکتوبر په میاشت کې د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) له لوري د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه د زلزلې‌ د خطرونو په وړاندې د پوهاوي او چمتووالي د لوړولو په موخه ترسره کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .