د بامیان ولایت د پوهنتون او ښاري ښوونځیو د استادانو لپاره د زلزلې له ‌خطرونو څخه د خوندیتوب پروګرام ترسره شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
news image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آغاخان محترمې مؤسسې (AKAH) په همکارۍ، د ښاري ښوونځیو او بامیان پوهنتون د استادانو، او همدارنګه د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (Shake Out) تر نامه لاندې پروګرام ترسره کړ.
یاد پروګرام د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس په شتون کې، د بامیان ښاري ښوونځیو د ۴۰ تنو استادانو، د ریاست د کارکوونکو او د بامیان پوهنتون د ۱۷ تنو استادانو په ګډون ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (Shake Out) دغه پروګرام هرکال د اکتوبر په میاشت کې د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) له لوري د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه د زلزلې‌ د خطرونو په وړاندې د پوهاوي او چمتووالي د لوړولو په موخه ترسره کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۲:۱
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

په دې لړۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ماله کلي کې د یو پل د دیوال د استحکام کار پیل کړ

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ولایت مقام د ماله کلي د اوسېدونکو په همکارۍ، د یاد کلي د پیاده رو پل د دیوال چې د تېرو اوبو لوړېدو له امله زیانمن شوی و، د استحکام. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .