په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان او چوري ولسوالیو ترمنځ د لارې د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوي رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین د لارښوونې پر بنسټ، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خاص ارزګان او چوري ولسوالیو ترمنځ د کوشادکوتله لارې د بیارغونې کار د درې سوه درې پنځوس (۳۵۳,۰۰۰) افغانیو په لګښت بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د لارې په جوړېدو سره د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شوې او د مرستو د رسولو په برخه کې به اسانتاوې رامنځته شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
