د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۴ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت محترم مقام په لارښوونه، د دې ولایت اړوند ۱۳۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ١ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ١ بورۍ ۱۲.۵ کیلویي وریجې، ۵ لیټره غوړي، یو کارتن روغتیایي کېټ چې ۱۶ قلمه مواد لري، او ۵۰ پاکټه د اوبو پاکولو ټابلیټ ووېشل شول.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
