د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۴ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۹
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت محترم مقام په لارښوونه، د دې ولایت اړوند ۱۳۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ١ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ١ بورۍ ۱۲.۵ کیلویي وریجې، ۵ لیټره غوړي، یو کارتن روغتیایي کېټ چې ۱۶ قلمه مواد لري، او ۵۰ پاکټه د اوبو پاکولو ټابلیټ ووېشل شول.

په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شولګره ولسوالۍ کې د خوړ د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي دلارښوونې پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شولګره ولسوالۍ په قلند ازبکیه کلي کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۷۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ټانک یوه مرمۍ کشف او خنثی شوه

د ډافا ماین پاکۍ موسسې د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ د سیمې د اوسېدونکو د اړیکې پر بنسټ د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار په نهمې ناحیې په سیمه کې د ماین. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .