د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM دفتر، د ماشومانو د ملاتړ موسسې، د هنګري دفتر، د ورلډویژن دفتر او د آی ایم سي موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ او د میمنه ښار په بېلابېلو ناحیو کې ٥١ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د IOM دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ٣ تختې کمپلې، د سولري څراغونو یو سیټ، د ماشومانو د ملاتړ موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د ماشومانو د روغتیا یو کېت، د هنګري دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ٢٠ لیټره غوړي، ٢٥ کیلو دال، دو کیلو مالګه، ٢.١ کیلو بسکېټ، د ورلډویژن دفتر موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ٢ تختې کمپلې، د پخلنځي یو سیټ او د آی ایم سي موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې یو کېت او یو د البسې کېټ ووېشل شول.
