د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د خیشکو درې د سړک د بیارغونې سروې ترسره شوه
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د خیشکو درې د هغه سړک تخنیکي سروې ترسره کړه، چې د وروستیو سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله ویجاړ شوی او د سیمې د اوسېدونکو د تګراتګ لپاره یې ستونزې رامنځته کړې وې.
د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سیمې له ارزونې او څېړنې وروسته، د سړک د بیارغونې لپاره اړین تخنیکي معلومات راټول کړل. د سروې د پایلو له مخې، د یاد سړک د بیارغونې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي، ترڅو د خلکو د تګراتګ ستونزې راکمې او دغه لاره د قدرتي پېښو پر وړاندې لا پیاوړی شي.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ژمن دی، چې د قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو عامه زیربناوو د بیارغونې چارې په چټکۍ او جديت سره تعقیب او عملي کړي.
