د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب ځپلو سیمو د سروې او ارزونې لړۍ پیل کړه
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست تخنیکي او د سروې ټیم د IOM، MAOEN،UN ، OCHR، WFP، AUDOW موسسو سره په ګډه، د یاد ولایت په خاص کونړ، شیګل، څوکۍ، چپه دره، سرکاڼو، او نورګل ولسوالیو کې د هغو سیمو چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي، سروې او د تخنیکي ارزونې بهیر پیل کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروې او تخنیکي ټیم د سېلابونو له امله د استوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او سیمهییزو لارو زیانونه له نږدې وڅېړل او له زیانمنو اوسېدونکو سره یې هم لیدنه وکړه.
د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سروې له بشپړېدو او د اړوندو اصولي پړاوونو له ترسره کېدو وروسته به د اړتیا وړ اقدامات او لازمې رسېدنې ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
