۱۴۹ زیانمن شویو کورنیو په زابل ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړی
زابل- د زمري ۱۸مه- ۱۴۰۱
د UNICEF, DRC, WFP او IOM موسسو د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره همغږي، په یاد ولایت کې ۱۴۹ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته هایجن کېټ، د کور سامان آلات، خوراکي توکي او ۱۴۰۰۰ نغدي مرستې شاملې وې.
