پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د نړۍ په کچه د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مرستیال سره لیدنه وکړه

rahyab
Sun, Aug 28 2022 1:52 PM
تصویر خبر

کابل- د وږي ۶مه-۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په خپل کاري دفتر کې د یوګاچي دانیلز د نړۍ په کچه د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مرستیال او ماریا موتای په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان رییس سره، د دغه وزارت سره د کډوالۍ نړیوال سازمان د همکاري بیا پیلېدو او د زیانمن شویو لپاره د بشري مرستو د وېش په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې یوګاچي دانیلز د نړۍ په کچه د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مرستیال ووېل: د کډوالۍ نړیوال سازمان دا مهال د بشري مرستو، ټولنیز ثبات او د کډوالۍ مدیریت پروګرامونه د دولتي او بشري همکارانو سره او همدارنګه په افغانستان کې د سیمه ییزو چارواکو سره په ګډه پلي کوي.
یوګاچي دانیلز په افغانستان کې د وقایوي پروژو د پلي کېدو او زیانمن شویو ته د بشري مرستو د وېش په اړه خبرې وکړې او همدارنګه په نږدې راتلونکي کې یې د پېښو د مدیریت په برخه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د کړنو او د همکاري ژمنتیا څخه خبر ورکړ.
وروسته محترم الحاج ملام محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان فعالیتونو څخه په ځانګړي توګه د خطرونو کمولو او د پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې په برخه کې ستاینه وکړه او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د (IOM) د دفتر ترمنځ د همغږي او همکاري پیاوړي کېدو غوښتونکۍ شو.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د همغږي بیا پیلولو او د هېواد په کچه د پېښو مدیریت معلوماتي سیسټم، د وقایوي پروژو پلي کېدو، زیانمن شویو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د همکاري پر پیاوړي کولو باندې خبرې او خپل نظرونه یې تبادله کړل.
په پای کې دواړو خواوو ژمنه وکړه ترڅو د یادو موضوګانو د بشپړولو په برخه کې د دواړو خواوو ټیمونه کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې جواني کاسانی، د IOM دفتر د عمومي مرستیال سلاکار، هش کارل، په افغانستان کې د IOM د دفتر مرستیال، ډاکټر سلیم خالد د IOM د دفتر اړیکو مسسول، مولوی عبدالرحمن آخند زاده د دفتر رییس او الحاج مولوی شمس الدین حقیار د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو رییس هم شتون درلود.
تصویر خبرتصویر خبر







 

تصویر خبر

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .