د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Oct 19 2025 2:04 PM
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د VDO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ  ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به په راتلونکې میاشت کې هم خوراکي مرستې ووېشل شي.

 نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .