د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

rahyab
Tue, Jun 23 2026 3:55 PM
تصویر

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له استازو سره په همغږۍ ترسره شوه.

د دې څارنې پر مهال، د خاکجبار ولسوالۍ په چکري، ناوره، عبدالله‌خېل او ولي کلیو کې د سیلابونو له امله د رسوباتو، خاورې او شګو له کبله بند شوي کاریزونه او همدارنګه د کوچنیو خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو د چارو څېړنه وشو.

د یادونې وړ ده چې په چکري کلي کې د ۳۵۰ متره په اوږدوالي دوه کاریزونه له اړونده ویالو سره پاک شوي دي، او د کوچنیو خاورین چک‌ډمونو جوړولو چارې هم روانې دي. همدارنګه په ناوره کلي کې یو کاریز د ۱۰۰ متره په اوږدوالي پاک شوی، په عبدالله‌خېل کلي کې یوه ویاله له کاریز سره نښلول شوې او خاورین چیک‌ډیمونه هم جوړېږي. په ولي کلي کې هم یو کاریز او اړونده ویاله د ۱۵۰ متره په اوږدوالي پاک شوي او د شاوخوا غونډیو په سیمو کې به خاورین چیک‌ډیمونه جوړ شي.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه به د اوبو لګولو لپاره اوبو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه د خاورین چیک‌ډیمونو جوړول د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا، د باراني اوبو په زېرمه کولو او د سیلابونو د شدت په کمولو کې مهم رول لري.
د دغو فعالیتونو په بدل کې به کارګرانو ته د کار له بشپړېدو وروسته خوراکي توکي ورکړل شي.
د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو د جوړولو چارې په ټولیز ډول ۸۰ سلنه پرمختګ لري او تمه ده چې ډېر ژر به د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .