د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په توپچي کلي کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې رسماً پیل کړې.
دا پروژې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي او همدارنګه د سیمهییزو اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه عملي کېږي.
د دغو پروژو د پرانېستې مراسم د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي محمد طاهر شاکر، سیمهییزو مسؤلینو، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.
د غونډې ګډونوالو د یادو پروژو پلي کېدل د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د عامه المنفعه تاسیساتو، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله او د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) د همکاریو او ملاتړ ستاینه یې وکړه.
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د داسې پروژو پلي کېدل د سیمهییزو ټولنو د زغم په لوړولو، د قدرتي پېښو د زیانونو په کمولو او د زیانمنو سیمو د اوسېدونکو لپاره د خونديتوب په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
