د پنجشیر ولایت په آبشار او دره ولسوالیو کې د ناچاوده توکو د سروې په موخه د همغږۍ او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ماینونو او ناچاوده توکو پر شکمنو سیمو د سروې بهیر کې د سیمې د اوسېدونکو د پوهاوي او همکارۍ د جلبولو په موخه، د آبشار او دره ولسوالیو د ولسوالانو، یو شمېر مخورو، قومي مشرانو، د کلیو ملکانو او د(DAFA) ماین پاکۍ موسسو د متخصصینو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د آبشار او دره ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ماینونو او ناچاوده توکو د شتون شک پرې کېږي، د (DAFA) مؤسسې له تخنیکي ټیمونو سره د خلکو د همکارۍ او همغږۍ د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. دغه پروګرام د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ پلي کېږي.
د دې پروګرام موخه د ماینونو او ناچاوده توکو پېژندنه، سروې، نښهکول او له هغو څخه د راولاړېدونکو خطرونو کمول دي، ترڅو د خلکو د ځان او مال ساتنه یقیني او د سیمې د اوسېدونکو لپاره خوندي چاپېریال برابر شي.
د غونډې په پای کې د آبشار او دره ولسوالیو له ټولو اوسېدونکو وغوښتل شول، چې که هر ډول ماین یا شکمن ناچاوده توکي وویني، له نږدې کېدو، لاس وهلو او یا هم لېږدولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي او د موضوع په اړه دې سمدستي اړوندو مسؤلینو ته خبر ورکړي، ترڅو پر وخت لازم اقدامات ترسره شي.
