د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو
نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي او اداري د عمومي رئیس، محترم مولوي محمد علم عالمیار او د کارکوونکو چارو د رئیس، محترم مولوي محمد عابد نعماني په شتون کې پیل شو.
محترم ترابي صاحب د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم زده کړه، د مسلکي ظرفیتونو لوړول او د مدیریتي مهارتونو پیاوړتیا د اغېزناکه پېښو مدیریت اساسي اړتیاوې وبللې او ویې ویل، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او اقلیمي شرایطو له امله تل له بېلابېلو قدرتي پېښو سره مخامخ دی؛ له همدې امله، د ولایتي مسؤلینو د مدیریتي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوو لوړول د خطرونو د مخنیوي، چمتووالي، بېړنۍ ځواب وینې او د پېښو د مدیریت په برخو کې یوه بنسټیزه اړتیا ده.
همدارنګه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ولایتي ریاستونو له موټرچلوونکو سره هم وکتل او هغوی ته یې د دولتي وسایطو د سمې ساتنې، د ترافیکي اصولو د مراعات، له امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د عامه شتمنیو د خوندي ساتلو او د سپارل شویو دندو د رښتینولۍ او ژمنتیا په روحیه د ترسره کولو لارښوونه وکړه.
دغه سمینار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په چوکاټ کې جوړ شوی، چې موخه یې د مسلکي پوهې پیاوړتیا، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ ښه والی، د مدیریتي مهارتونو پراختیا او د پېښو د مدیریت د دورې په ټولو پړاوونو، لکه د وقایې، د خطر کمول، چمتووالي، بېړنۍ ځواب وینې او بیا رغونه کې د مسؤلینو د پرېکړه کولو وړتیاوو لوړول دي.
تمه کېږي چې د دغه روزنیز پروګرام په پلي کېدو سره به د پېښو علمي او معیاري مدیریت ته زمینه برابره، د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا اغېزمن او د قدرتي پېښو او ګواښونو پر وړاندې د هېواد د چمتووالي کچه نوره هم لوړه شي.
