د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د پېښو د خطر کمولو وقایوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
Mon, Jul 20 2026 11:48 AM
تصویر

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په آسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (JASSA) په مالي ملاتړ د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د قدرتي پېښو د خطر کمولو د وقایوي پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو بهیر، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې، په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

د پروژو د پلي کېدو د کیفیت ارزونې او د تخنیکي معیارونو د مراعات ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ولایت مقام، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اقتصاد ریاست د استازو ګډ پلاوي له ټولو پلي شویو پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه. یاد پلاوي له هر اړخیزې ارزونې وروسته پروژې د ټاکل شویو معیارونو سره سمې وبللې او په رسمي ډول یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د دې پروګرام په چوکاټ کې د بامیان ولایت په مرکز کې د چهلتن او قلعه‌ګیر په کلیو کې ۶ ګبیوني چکډېمونه، د پای‌کوټل په کلي کې یو ګبیوني استنادي دېوال، د خواجه‌قنبر په کلي کې ۳ چکډېمونه له ۵۰ متره ګبیوني استنادي دېوال سره، د سیاخاک، لالاخېل، جرخشک او دهن‌تاله‌نیک په کلیو کې د اوبو د مدیریت څلور پروژې چې هره یوه یې ۲۳۴۰ متره اوږدوالی لري، د قافله‌باشي په کلي کې د ۵ زره متره اوږد اوبولګولو کانال پاکولو او د خواجه‌حسن په کلي کې د اوبو کانال د پاکولو کار ترسره شوی دی.

همدارنګه، د پنجاب ولسوالۍ د آبتو غرغري په کلي کې د ۱۸۰ متره په اوږدوالي د ګبیوني استنادي دېوال، د صدبرګ په کلي کې ۳ چکډېمونه له ۴۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال سره، د دهن‌مهر په کلي کې د اوبو د مدیریت یوه پروژه چې ۲۳۴۰ متره اوږدوالی لري، د دوآبي په کلي کې د ۱۷۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال او د پودینه‌ها په کلي کې د ۱۸۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال جوړ او له وروستۍ ارزونې وروسته په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو پروژو د پلي کېدو په پایله کې ۲۶۹ کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره شوې او ۲۶۶۷ نورو کسانو په غیر مستقیم ډول ترې ګټه اخیستې ده. سربېره پر دې، د سیمې ۵۰۰ اوسېدونکو ته د قدرتي پېښو د خطر د کمولو، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د عامه تاسیساتو د ساتنې په برخو کې اړینې روزنې ورکړل شوې. 

ټاکل شوي پلاوي د پروژو د پلي کېدو له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ، د جوړو شویو تاسیساتو پر ساتنې او پالنې ټینګار وکړ او له سیمه‌ییزو شوراګانو او اوسېدونکو یې وغوښتل چې د مسؤلیت احساس او هر اړخیزې همکارۍ له لارې د دغو پروژو په ساتنه او سمې استفادې کې فعاله ونډه واخلي.

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .