د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په اندړ، مقر، ګیلان، قره باغ، واغظ او ده یک ولسوالیو او په مرکز کې د طبیعي پېښو له امله ۱۰۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره