د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۸
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ کورنیو ته چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې،  خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، نیم کیلو تور چای، ۵ کیلو بوره، د اوبو د تصفیې تابلیت، یو جلد د روغتیایي لارښوونې معلوماتي بروشر او ۱۳ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۷۷۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هنګري دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت خیبر، خواجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندز ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې پیل شوې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې رسمآ پیل کړې.

دا سربند چې د وروستیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۳۰
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په پاتو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .