د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له زیانمنو, اړمنو او بېوزله کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې 27 زیانمنو, 236 اړمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر حاجي قاري عیدالهادي, په دې اړه ووېل: 27 زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته 2 بورۍ اوړه 50 کیلویي او یوه بورۍ وریجې 50 کیلويي او 236 اړمنو او بېوزله هرې کورنۍ ته 1 بورۍ اوړه 50 کیلویي او یوه بورۍ وریجې 25 کیلویي ووېشل شوې.
د یاد ریاست مشر حاجي قاري عبدالهادي, همدارنګه ژمنه وکړه چې یوازې دا مرستې به نه وي بلکه په پکتیکا کې زیات خلک اړمن دي او د امکان په صورت به له هغوۍ سره نورې مرستې هم وکړي.
1446/5/11
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
