د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۲۲:۱۹
news image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP او UNICEF سازمانونو په ملاتړ، ۱۰ کورنیو ته چې د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ او مرکز کې د بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د خوړو نړیوال سازمان لخوا ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، ۳ کیلو پلمپي، ۶ کیلو سوپر سریل، ۴.۲ کیلو بسکوټ، د IOM سازمان لخوا د پخلنځي توکي، ۲ عدده سولري څراغونه، په بشپړ ډول زیانمنې شوې هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، د UNICEF سازمان لخوا یوه بسته حفظ الصحه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۷ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رازي مؤسسې په مالي همکارۍ، په اناردره ولسوالۍکې ۲۸۷ بېوزله کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
دا بهیر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۶:۳۴
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې ٤١٨. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳١٥  کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AKAH سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په ملاتړ، د دې ولایت په دهنه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .