د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۲۲:۸
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز، نیش، شاولیکوټ او پنجوایي ولسوالیو اړوند ۴۷ سیلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۹۹۰۰ افغانۍ وویشل شوې، چې ټولټال ۴۶۵۳۰۰ (۴۶۵ زره او ۳۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

 نېټه: ۱۲/ ۹/ ۱۴۴۶
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۶
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۴۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري د نړیوالو مرستو د موسسې (HIA) په مالي هکارۍ، د یاد ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې ۱,۶۴۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وچکالۍ له امله ۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۲۶
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د والي له مرستیال سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .