له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ملګرو ملتونو د استوګني اداری (UN- HABITAT) د راغلي پلاوي سره وکتل 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۷:۱۸
news image

نن ورځ چهار شنبه ماپیښین، له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او د ملګرو ملتونو داستوګني ادارې د ابادۍ برنامي مسؤل عبدالدین راسخ د سرپنا د ترمیم د برنامې مسؤل مسعود حمزه د پروژې انجینر محمد یوسف رحمتي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د UN-HABITAT ادارې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي موږ ستاسو څخه ډیره مننه کوو چی زموږ د مظلوم سیلاب زده اولس سره هر وخت خواخوږی کوی.
همدارنګه ترابي صاحب یو ځل بیا ټینګار وکړ چي باید مؤسیسات په ولایتونو او ولسوالیو کي خلګو ته اساسي او غوره کارونه وکړي ترڅو اولس ورڅخه ښه استفاد وکړي.
د ملګرو ملتونو داستوګني ادارې د ابادۍ برنامې مسؤل عبدالدین راسخ وویل چي موږ د کابل ولایت په ۳ ناحیو کي او د ننګرهار ولایت په سرخورد ولسوالۍ کي سروې کوو او ورسته دکابل ولایت په ۳ ناحیو کي ۳۲۲ کورنیو او په ننګرهار سرخورد ولسوالۍ کي ۳۲۳ کورنیو ته  چی جمله ۶۴۵ کورونه کیږی د سرپنالپاره کورنه ورته ترمیموو چی په هر کور باندی ۵۵۰ دالره ورکوو ۳۰۰ په اول قسط او ۲۵۰ بیا په دویم قسط ورکوو چی دا پروسه به د نومبر د اول تاریخ څخه موږ له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سره په تفاهم شروع کړو.

نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۰ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې خپل ۱۳ عرادی نقلیه وسایط وپلورل

نن سهار، د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د ۱۴۴۷/۱/۵ نېټې د ۸۶ ګڼې حکم پر بنسټ، خپل ۱۳ بېلابېل ډوله نقلیه وسایط د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۷
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٦ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٦ کورنیو ته چې د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۱
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د IOM او WFP دفترونو په ملاتړ، ٣٠ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .