له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ولایتونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو د بهیر ارزونه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۵۴
image

نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د کنفرانس په تالار کې د هغو ولایتونو پېښو ته د رسېدنې له آمرینو سره چې د یوې اوونۍ په مسلکي، تخنیکي او اداري روزنیز سیمینار کې یې ګډون کړی و، وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په دې غونډه کې د پېښو مدیریت د بهیر د ښه والي، د خطرونو د کمولو او زیانمنو شویو کسانو ته پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د تخصصي زده‌کړو، د مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ رول مهم وباله. نوموړي د نوې ټکنالوژۍ، معلوماتي سیستمونو، د معیاري راپور ورکولو طریقو، د معلوماتو د راټولولو او تحلیل او د پېښو د مدیریت په ټولو پړاوونو کې د ډیجیټلي وسایلو د اغېزمنې کارونې پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د خدمتونو د وړاندې کولو د چټکتیا، دقت او روڼتیا د زیاتوالي لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله.

ورپسې، د ولایتونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو د خپلو کاري وضعیت، ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو په اړه راپور وړاندې کړ او هغه یې د ادارې له مشرتابه سره شریک کړل. هغوی د دې سیمینار د زده‌کړو د پلي کولو، له اړوندو ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، پېښو ته د رسېدنې بهیر د ښه والي او هېوادوالو ته د اغېزمنو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ولایتي آمرینو د هڅو او مسؤولیت‌منلو قدرداني وکړه او د روزنیزو پروګرامونو پر دوام، د کارکوونکو د ظرفیتونو پر لوړولو، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د نوې مدیریتي طریقو پر کارونې ټینګار وکړ، څو په ټول هېواد کې د پېښو پر وړاندې چمتووالی زیات او پېښو ته د رسېدنې بهیر لا ښه شي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۵۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ولایتونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو د بهیر ارزونه وکړه

نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د کنفرانس په تالار کې د هغو ولایتونو پېښو ته د رسېدنې له آمرینو سره چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۶:۷
Background image

په لومړۍ ناحیه کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د ویجاړولو چارې چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی په چټکۍ سره روانې دي

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث)، د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو د سروې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بوم سیوک څخه تر بوم رازي پورې د سړک د ترمیم او پراخولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بوم سیوک څخه تر بوم رازي پورې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .