له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ولایتونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو د بهیر ارزونه وکړه
نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د کنفرانس په تالار کې د هغو ولایتونو پېښو ته د رسېدنې له آمرینو سره چې د یوې اوونۍ په مسلکي، تخنیکي او اداري روزنیز سیمینار کې یې ګډون کړی و، وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په دې غونډه کې د پېښو مدیریت د بهیر د ښه والي، د خطرونو د کمولو او زیانمنو شویو کسانو ته پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د تخصصي زدهکړو، د مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ رول مهم وباله. نوموړي د نوې ټکنالوژۍ، معلوماتي سیستمونو، د معیاري راپور ورکولو طریقو، د معلوماتو د راټولولو او تحلیل او د پېښو د مدیریت په ټولو پړاوونو کې د ډیجیټلي وسایلو د اغېزمنې کارونې پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د خدمتونو د وړاندې کولو د چټکتیا، دقت او روڼتیا د زیاتوالي لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله.
ورپسې، د ولایتونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو د خپلو کاري وضعیت، ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو په اړه راپور وړاندې کړ او هغه یې د ادارې له مشرتابه سره شریک کړل. هغوی د دې سیمینار د زدهکړو د پلي کولو، له اړوندو ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، پېښو ته د رسېدنې بهیر د ښه والي او هېوادوالو ته د اغېزمنو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ولایتي آمرینو د هڅو او مسؤولیتمنلو قدرداني وکړه او د روزنیزو پروګرامونو پر دوام، د کارکوونکو د ظرفیتونو پر لوړولو، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د نوې مدیریتي طریقو پر کارونې ټینګار وکړ، څو په ټول هېواد کې د پېښو پر وړاندې چمتووالی زیات او پېښو ته د رسېدنې بهیر لا ښه شي.
