له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ننګرهار او لغمان ولایتونو د دې ادارې د ریاستونو له اداري چارو څخه لیدنه او په تورخم کې د دې ادارې د راستنېدونکو د کمپ د خدماتو وړاندې کولو څخه څارنه وکړه

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳ - ۲۲:۳۹
news image

نن د جمعې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د ښه کولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
محترم ترابي صاحب د دې ریاستونو له هر کارمند سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او ټول کارمندان یې د اغېزمنو او پر وخت خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
همدارنګه، ښاغلې ترابي صاحب په ننګرهار ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ګدامونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړمنو کسانو لپاره د توکو د وېش په اړه اړینې لارښوونې وکړې. همدا رنګه، ترابي صاحب د ټولو قانوني اسنادو د ولایتي رئیساتو ته د رسېدو، د اسنادو د مفاهیمو د پوهېدو، د اړوند رئیس له خوا د اسنادو د ارزونې، د اسنادو د تطبیق او د ټولو اسنادو په دوسیو کې د ساتلو بهیر هم وڅارل. په پای کې نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.
وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تورخم پولې په نقطه کې د دې ادارې د جوړ شوي کمپ د خدماتو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه او څیړنه وکړه.
په دې لیدنه کې، محترم ترابي صاحب د کمپ د مسئولینو او کارمندانو سره د خبرو اترو ترڅنګ، د راستنېدونکو هیوادوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او هغوی یې د لا اغېزمنو، چټکو او انساني خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
له هغه وروسته، محترم ترابي صاحب لغمان ولایت ته ولاړ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ریاست له دفترونو څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست له هر کارمند سره یې په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او ټول کارمندان یې د اغېزمنو او پر وخت خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د یاد ریاست کارمندان د مراجعینو سره د ښه چلند، پر وخت او بې ځنډه د چارو ترسره کولو، د بیت المال د سمې کارونې او اداري اصولو  رعایتولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د خپل مسلکي پوهې څخه د هیواد د پرمختګ لپاره کار واخلي. همدارنګه نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د هلوترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د مرکز پل علم په آبچګان دښته کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۹
Background image

د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د ګبیوني دیوال د پروژې د جوړلو چارې رسما پیل شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوبهار ولسوالۍ په قادرخېلو کلي کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۸۸ مترو په اوږدوالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

په بدخشان ولایت کې د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د دې ولایت واخان، اشکاشم او شغنان ولسوالیو ته د هستوګنې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .