د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، په رودات او شینواري ولسوالیو کې ۳۶۳ کورنیو ته، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یو عدد سولري څراغ، د پخلنځي یو کېټ، ۱ لاسي جارو، یو تخته پلاستیکی فرش او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې. همداراز، له دې جملې ۱۰۱ هغو کورنیو ته چې کورونه یې زیات ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۸ /۱۱ /۱۴۴۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
