په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱,۴۰۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WHH، UNICEF، WFP، IOM او د ASIO سازمانونو ملاتړ، د یاد ولایت په حضرت سلطان، خُلم، فیروز نخچیر ولسوالیو او په مرکز کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱,۴۰۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې دASIO موسسې ۲۰۷ کورنیو هرې یوې ته، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل او د UNICEF سازمان له لوري همدغو ۲۰۷ کورنیو هرې یوې ته یو عدد د حمام کېټ او د ژمنۍ البسې ۱ کارټن، همدارنګه، ۱۸۹ نورو کورنیو هرې یوې د یاد سازمان له لوري د ژمنۍ البسې ۱ کېټ او ۱ روغتیایي کېټ ترلاسه کړل.
د WHH موسسې له ۲۴۱ کورنیو څخه ۹ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۴۱۵ افغانۍ او ۲۳۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې، ورته مهال یادې موسسې له ۳۰۵ کورنیو څخه ۲۵۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ او ۵۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۴۵۰ افغانۍ نغدې پیسې هم ووېشلې.
همدا راز، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ۴۶۰ کورنیو هرې یوې ته ۸,۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۳۷ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
