په هلمند ولایت کې له سیلاب ځپلو سره نغدي مرستې ترسره شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۷
news image

 لښکرګاه _ د غویي 10مه-1403
محترم مولوي عبدالرحمن زاهد پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست د بیړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس محترم قاري محمد خوشحال زماني او د پېښو چارو کارپوه سید محمد صدام سره یو ځای د وارثانو د درملنې او مرستې په موخه د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو او ټپیانو د لیدو لپاره هلمند ولایت ته سفر وکړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست د یاد ولایت طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم او ورسره ملګري پلاوي د هلمند ولایت له مرستیال والي مولوي محمد نبي حمایت اخندزاده سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي صاحب زاهد کندهار او اروزګان ولایتونو ته د خپل سفر د پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل، چې د ا.ا.ا د خلکو ستونزې په پام کې لري او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي ترڅو په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو خطرونو مخنیوۍ وشي.
د يادونې وړ ده، چې نن د لښکرګاه ښار په نادعلي، مارجې، خانشين، ګرمسېر او بېلابېلو سيمو کې د زيانمنو شويو لسو شهيدانو پر وارثانو او اتو ټپيانو نغدي مرستې ووېشل شوې.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له سیمه‌ییز رئیس سره وکتل

نن چهارشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې د QRT-04 ټیم په ملاتړ، د دې ولایت د چک ولسوالۍ په دوران خیل کلي کې یو بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .