په کندهار ولایت کې ۵۰۴ کورنیو ژمني کېټونه ترلاسه کړل

کندهار- د لیندۍ ۱۷مه-۱۴۰۱
د Save the children موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کښته میوند ولسوالۍ کې ۵۰۴ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته ژمني کېټونه ووېشل.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۸ دانې کمپلې، د آشپزخانې کېټ، ۳ ترپالونه، د ماشومانو کوټونه او نارینه پټو ووېشل شول.