۶۴ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې د نغدو مرستو وېش

کونړ- د ربیع الاول ۷-۱۴۴۶
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۶۴ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې سوې وې، له سروې وروسته د یاد ریاست مشر قاري ثابت الله صدیقي او د یادې موسسې استازي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۸۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.